کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات ښار خونړی پيښې په تړاو یو تن نیول شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جدی 1396 ساعت 10:35


په لویدیځ هرات ولایت کې ځايي چارواکي په هرات ښار کې د رامنځته شوې خونړی چاودنې په تړاو یو تن د ملي امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

چارواکي زیاتوي، چې پیښه تېره اونی د شنبې په ورځ د هرات ښار اړوند په جبرئیل ښارګوتې کې رامڼخته شوه چې په ترڅ کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او ۱۱ نور ټپيان دي.

د چارواکو په وینا، په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی او د پیښې اصلې عامل اصلې عامل د ملي ریاست د موظفطنو د هلو ځلو په پایله کې نیول شوی.

تر اوسه د پیښې مسئولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

هرات د افغانستان په لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوی ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

په همدې حال کې امنیتي چارواکي د وسله والو د ځپلو په موخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د دولت ضد وسله والو پر خلاف د هېواد په بېلا بېل نا امنو سیمو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.


د مطلب کود: 156192

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156192/د-هرات-ښار-خونړی-پيښې-په-تړاو-یو-تن-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com