د پاکستان د بهرنیو چار وزیر خواجه اصف یوځل بیا د افغانستان او هند د استخباراتو پر ادارو تور پورې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ استخباراتي اړیکې د سیمې د ناامنیو لامل ګرځیدلی دی.
نوموړی تېره ورځ په اسلام اباد کې میشت له بهیرنو ډیپلوماټانو سره د کتنې پر مهال وویل چې پاکستان لا هم د هغو ترهګرو ډلو له ګواښونو سره مخ دی چې د افغانستان په خاوره کې امن ځایونه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي اصف له بهرنیو ډیپلوماټانو سره د پاکستان پوځ د وروستیو عملیاتو په اړه لاسته راوړنې هم شریک کړی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له بهرینو ډيپلوماټانو سره ناسته د پاکستان پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو وروستیو پرېکړو په غبرګون کې جوړه شوې وه.
بلخوا د پنټاګان ویاند راب مننګ څو ورځې مخکې وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو تمې ډیر واضح او روښانه دی. وسله وال طالبان، حقاني شبکې، او د ترهګریز بریدونو تنظیم کوونکي باید د پاکستان په خاوره کې امن ځایونه ترلاسه نه کړي.
نوموړی زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت له پاکستان سره په دې اړه او د کانکرېټي او مشخصو اقداماتو لپاره خپل غوښتنې شریک کړی.
جنرال مننګ زیاته کړه، چې د امریکا حکومت چمتو دی ترڅو د پاکستان له حکومت سره همکاري او د پاکستان له حکومت سره په دې اړه خبرې به دوام ومومي.