دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 156213
افغان حکومت د حزب اسلامي لسګونه زندانیان خوشې کړل

افغان حکومت نن د کابل د څرخې پله له زندان څخه د حزب اسلامي لسګونه زندانیان خوشې کړل.

چارواکي وایي، کابو ۷۵ تنه د حزب اسلامي اړوند زندانیان د څرخې پله له زندان څخه خوشې شول.

چارواکي زیاتوي، چې دغه زندانیان د ملي یووالي حکومت او د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې پر اساس له زندانه خوشې شوي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ملي یووالي حکومت ترمنځ د سولې تړون د ۲۰۱۶ په میلادي کال لاسلیک شوه.

د سولې د هوکړې پر اساس، په پام کې وه چې د حزب اسلامي اړوند زندانیان د حکومت له قید څخه خوشې شي خو د ځینو ستونزو له امله د زندانیانو د خوشې کولو بهیر له ځنډ سره مخ شول.

د راپورونو له مخې، د بشري حقونو ځینو مدافعانو او موسسو د دغو زندانیانو د خوشې کولو له بهیر سره خپل مخالفت څرګنده کړي وه.

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه او د څرخې پله له زندان څخه زندانیان په داسې حال کې خوشې کیږي چې افغان حکومت او نړیوال ټولنه د نورو وسله والو ډلو سره دورته تړون د لاسلیک کولو په لټه کې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcdf90fsyt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته