دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 156220
ننګرهار کې ځانګړي عملیات وسله والو طانبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د ملي امنیت ریاست موظفینو د یو ځانګړي عملیات په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په سورډاګ سیمه کې د وسله وال طالبانو په دوو نظامي مرکزونو تېره شپه عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د څلور قوماندانانو په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد عملیات چې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې ترسره شوي،په ترڅ کې د قاري هدایت الله مشهور په مدثر، خالد ، قاری خالد او د اسماعیل په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور شکمن کسان هم نیول شوي دي .

د ولایت مقام په وینا، د دې عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه عرادې سراچه ډوله موټرې،یو عراده کرولا،څلور عرادې موټر سایکلونه، اووه حلقې د وسایطو ضد ماینونه، دولس حلقې ریموټ کنټرول ماینونه او ګڼ شمیر چاودیدونکې توکې لمنځه وړل شوي او اتلس میله وسلې د امنیتي ځواکونو هم تر لاسه کړي دي .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb50b8grhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته