دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 156225
د تورخم د کمیسارۍ یو شمیر چارواکي د فساد په تور نیول شوي

د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي د تورخم د کمیسارۍ یو شمیر غړي یې د فساد په تور له دندې ګوښه کړي او ځیني نور یې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي زموږ سیمه ییز خبریال تقي الله تقي ته ویلي چې ولایتي ادارې د فساد پر ضد کلکه مبارزه پیل کړې ده.

د فساد پر وړاندې د مبارزې د هڅو په پایله کې په تورخم کې د کمیسارۍ د مرستیال په ګډون یو شمیر سرحدي پولیس نیول شوي او د کمیسار په ګډون ځیني نور له دندې ګوښه شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند که څه هم دقیق ارقام نه دي شودلي، خو زیاتوي چې ولایتي مسولینو د فساد پر ضد کلکه مبارزه پيل کړي او ډير ژر به یوشمیر نور مسولین او په فساد کې ښکیل کسان هم ونیول شي.

ښاغلي خوږیاڼي ویلي: "په تورخم کې د فساد پرضد د مبارزې د روانې لړۍ په ترڅ کې د تورخم د کمیسار دنده ځنډول شوې، ځيني کسان نیول شوي او دا سلسله به نورهم دوام وکړي."

دننګرهار د والي ویاند وایي د فساد پر ضد مبارزه پیل شوي او هڅي رواني دي چي په نورو ادارو کې په فساد ښکیل کسان هم ونیول شي

د ننګرهار ولایتي شورا غړی ناصر کامه وال په تورخم کې د فساد په تور د کسانو د نیول کیدلو هرکلی کړی خو زیاتوي چې لاهم په ننګرهار کې پراخ فساد شتون لري .

کامه وال ویلي: "په تورخم کې په فساد د تورنو کسانو نیول یو نیک اقدام دی، دوی مفسد و او پیسې يې شخصي جیبونو ته تللې. دلته فساد خپل اخری حد ته رسیدلی او موږ له مرکزي حکومت او ولایتي ادارې نه غواړو چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي."

بله خوا، د تورخم تازه ګمارل شوي کمیسار، سمونیار ارکانحرب وحید الله ویلي چې د فساد پر ضد به مبارزه کوي او په تورخم کې به د غیر قانوني کارونو مخه نیسی.

ښاغلي وحیدالله زیاته کړې: "دا دروازه د څلورویشتو میلیونو وګړو د عزت دروازه ده او موږ د دغه عزت د ساتلو لپاره رالیږل شوي یو. موږ دلته پر داسې پلان کار کوو څو دلته یو بدلون رامنځته کړو."

اخوا په تورخم سرحدي بندر کې د بار وړونکو موټرو مسولینو هم ویلي چې پخوا به تري دغلته په زیاته اندازه غیر قانوني پیسې اخستل کيدې، خو په کمیسارۍ کي د تغیر په راتګ سره یو څه کم شوي دي.

دوی ویلي چې د سرحدي پولیسو سربیره اوس هم یوشمیر ادارې له دوي څخه غیر قانوني پیسې اخلي.

هڅه مو وکړه چي په دي تړاو د تورخم پخواني کمیسار او د هغه د مرستیال نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.

په ننګرهار کې د فساد پر ضد مبارزه په داسي حال کې پیل شوې چې تیره ورځ په دنده کې د غفلت له امله د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د امنیت امر او جنايي مدیر په ګډون شپږ افسران څارنوالۍ ته وپيژندل شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgx39qnak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته