کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار ولایت کی ۲۳ تنه وسله والو وژل شوی دی

22 جدی 1396 ساعت 1:20

د ننګرهار ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت افغان امنیتي خواکونوعملیات کړی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د ننګرهار ولایت د والي د رسنیو د دفتر په خبرپاڼه کې ویلی دي، چې د یاد ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې، لږ تر لږه ۲۳ طالبان وژل شوي دي. سرچینو زیاتیوی، چې په یاد عملیاتو کې چې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي وو، په مدثر مشهور قاري هدایت، قاري خالد او اسماعیل طالب قومندانان هم د وژل شویو په ډله کې دي. یاد خبرپانه ویلی، چې په دغو عملیاتو کې، ۱۴ تورن کسان هم نیول شوي دي او همدارنګه دوه سراچه ډوله او یو کرولا، څلور موټرسایکلونه او دوه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه له منځه تللي دي. سرچینو ویلی، افغان امنیتی ځواکونو ۱۸ میله وسله هم ترلاسه کړې ده. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 156241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156241/ننګرهار-ولایت-کی-۲۳-تنه-وسله-والو-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com