کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان پاکستان ته په ۱۹ کلنو نړیوال لوبو کې لویه ماته ورکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جدی 1396 ساعت 10:32


د افغانستان ۱۹ کلونو ملي کرکټ لوبډله نن پاکستان ته د کلونو په نیوالو لوبو    کې لویه ماته ورکړه.

د لوبې پچه د پاکستان د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډله وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره او له ۴۷،۴ اوورنو څخه یواځې ۱۸۸ منډې جور کړل.

د توپ اچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي او قیس احمد هر یو درې وکټونه ترلاسه کړل او نوین الحق وتوانید چې دوه وکټونه واخلي.

ناصر خان او ناصر وحدت هم د توپ اچونې په برخه کې هر یو یوه یوه وکټ ترلاسه کړل.

د توپ وهنې په برخه کې رحمن الله ګرباز وتوانید چې ۳۱ منډې جوړې کړي، اکرام خېل ۴۶ منډې جوړه کړه، ابراهیم ځدران ۳ منډې، بهیر شاه یوه منډه، نثار وحدت ۱۹ منډې، درویش رسول ۷۶ منډې او عضمت الله عمرزي ۱۲منډې جوړه کړه.

له دې سره افغان لوبډله وتوانید چې د نیړوال لوبو په لومړی لوبه کې پاکستان ته د ۵ وکټو په توپیر ماتې ورکړي.


د مطلب کود: 156263

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156263/افغانستان-پاکستان-ته-په-۱۹-کلنو-نړیوال-لوبو-کې-لویه-ماته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com