دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 156277
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې۳پولیس وژل شوي

د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې پرون د طالبانو په یوه برید کې درې پولیس ووژل شول او یو بل ټپی شوی دی.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل پولیسو ته دا مرګ ژوبله د بالابلوک ولسوالۍ او د فراه د مرکز ترمنځ پر لویه لاره اوښتې ده:

"د طالبانو یوې ډلې د جنجالک په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، په دې حمله کې درې پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی."

د فراه ښار او بالابلوک ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لویه لاره تر دې مخکې هم پر افغان ځواکونو بریدونه شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې امنیتي پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آا)
https://avapress.com/vdcd590f5yt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته