دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 156287
دفاع وزارت: د نویو امریکايي روزونکو له را استولو سره به تلفات کم شي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دغه هېواد ته د نویو امریکايي روزنکو په را استولو سره به د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو تلفات راکم شي.

دفاع وزارت دغه هېواد ته د زرو امریکايي روزونکو د را استولو په تړاو د سپینې ماڼۍ او پنتاګون پرېکړه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې برخلیک ټاکونکې بولي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش آزادي راډيو ته وویل، دا وخت د افغان ځواکونو د روزنې او د جګړه اییز وضعیت د بدلولو لپاره د مرستې په هدف په همدې شمېر روزونکي بس دي.
نوموړي زیاته کړه:"سپکې او درنې وسلې ټولې ښوونې ته اړتیا لري، د امریکا متحده ایالاتو په دې برخه کې مرسته کړې او اوس هم دوام ورکوي او زه ډاډمن یم چې مشورې او روزنه ښې مثبتې اغېزې لري او د تلفاتو په راکمولو کې ګټورې تمامېږي."

د امریکا پوځ پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د داعش دلې پر وړاندې د مبارزې په هدف په راتلونکي پسرلي کې افغانستان ته نوي روزونکي او پوځي تجهیزات ولېږي.

د سپينې ماڼۍ او پنټاګون چارواکو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتیژۍ له ‎مخې شااوخوا زر تنه اضافي پوځي روزونکي او ګڼ شمېر جنګي او کشفي بې پیلوټه الوتکې افغانستان ته استول کېږي چې په هوايي حملو او استخباراتي عملیاتو کې به ورنه کار واخیستل شي.

دا وخت امریکايي پوځیان افغان هوايي ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو نه د استفادې د څرنګوالي په اړه روزنه ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون یو شمېر غړي ټينګار کوي چې افغانستان ته د زیاتو بهرنیو پوځيانو راستول به په دغه هېواد کې د سولې بهیر له ستونزو سره مخ او جګړې به پراخې کړي.

د دغه کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي ازادي راډیو ته وویل:"د نورو ځواکونو رالېږل د جګړې د اعلان معنا لري، په داسې حال کې چې موږ د سولې پروسې د پیلولو هڅې کوو او دا چې د سولې لپاره خبرې اترې تر سره شي."

ښاغلی الکوزی وايي، امریکا باید د ترهګرو د ځپلو لپاره افغان ځواکونو ته د لا زیاتو تجهیزاتو پر برابرولو تمرکز وکړي.

نوموړی دا هم وايي چې افغانستان ته د روزنکو د راستولو د پرېکړې پر ځای په کار وه چې په امریکا کې افغان روزونکو ته د روزنې زمینه برابره شوې وای، دی دا چاره ډېره اغیزمنه بولي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevp8zfjh8nwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته