کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې هوایي بریدونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جدی 1396 ساعت 17:15


د افغانستان په شمال په فاریاب ولایت کې افغان هوایي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو وایي، د طالبانو پر خلاف تازه هوایي بریدونه د قیصار ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.

د شاهین قول اردو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي دي، چې د وسله والو ترهګرو پر ضد د روان عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه دوه تنه وسله وال طالبان د قیصار ولسوالی په هوایي بریدونو کې وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وسله وال طالبان ټپیان هم شوي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

د فاریاب ولایت په ځینو لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو او داعشیانو اړوند وسله والو د دولت ضد په فعالیتونو بوخت دي.


د مطلب کود: 156298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156298/فاریاب-کې-هوایي-بریدونه-وسله-والو-طالبانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com