دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 156338
ننګرهار کې د داعش پر مورچلو هوايي بریدونه شوي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې اچین او هسکې مېنې ولسوالۍ کې د داعش پر سنګرونو هوايي بریدونه شوي، چې اولس داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، تیره ورځ ناوخته د هسکی مینی ولسوالی انګورقلعه په ساحه کی بې پیلوټه الوتکې هوایي برید ترسره کړی، چی په ترڅ کې یی ۱۴ تنه داعش وسله وال وژل شوی.

خوږیاڼی دغه راز وايي، د اچین ولسوالۍ پیښی اړوند تختو په سیمه کی هم هوایي برید ترسره شوی چی په پایله کې دری داعش وسله وال وژل شوي .

نوموړی زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوې دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf0b8wrhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته