دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 156488
د ملایانو فتوا: په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام دي

په پاکستان کې شاوخوا ۱۸۰۰ "دیني عالمانو" په یوې فتوا کې ځانمرګي بریدونه حرام وګڼل.

په پاکستان او په خاص ډول افغانستان کې له کلونو راهېسې ترهګر ځانمرګي بریدونه کوي او خپله جګړه هم سپېڅلې بولي. خو پاکستاني عالمانو په خپلې خاورې کې ځانمرګي بریدونه حرام وګڼل.

په فتوا کې په زغرده ویلي شوي"هېڅ یو فرد او یوه ډله د جهاد د اعلان کولو حق نلري او ځانمرګي بریدونه د اسلامي لارښوونو خلاف دي". دا فتوا د کتاب بڼه لري او د پاکستان حکومت یې مخکتنه کړې ده.

په فتوا کې یو شمېر هغو "دیني عالمانو هم برخه اخیستې وه چې د غربي نړۍ او لیبرایزم په ضد دي او د افغان طالبانو ننګه کوي.

په فتوا کې د " افغان طالبانو د پلار" مولانا سمیع الحق د زوی حمید الحق او د بلي افراطي ډلې اهل السنه والجماعه د مشر محمد احمد لودهیاني لاسلیکونه هم شته دي.

د پاکستان ولسمشر ممون حسن د فتوا په کتاب کې لیکلي دي چې دا فتوا د منځلاري اسلامي ټولنې ښه اساس کېدی شي. فتوا د پاکستان اسلامي نړیوال پوهنتون ترتیب کړې ده. ښاغلی حسن وايي " موږ د اسلام د طلايي لارښوونو د ساتلو او د افراطیت د ځپلو لپاره په ملي کچه له دغې فتوا څخه لارښوونې ترلاسه کولی شو".

د امریکا د ډیوې څانګه وايي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي دي چې د ترهګرۍ په ضد دغه فتوا به یې هېواد د یوالي په لوري بوځي. هغه وویل "مونږ په دې سیمه کې د یوې اوږدې مودې راهسې په شخړو کې نښتي یو او نن چې د کومو حالاتو نه تیریږو دا ټول مونږ نه دي پیدا کړی بلکې تر شا یې د نړیوالو طاقتونو لاس دی".

خو په افغانستان کې بیا د پاکستاني د " دیني عالمانو" دغې فتوا ته ځینې غبرګونونه ښودل شوي دي. مدني فعال نجیب الله کاکړ ډیوې ته ویلي دي چې پاکستاني دیني عالمان تل په خپلې خاورې کې د "مذهب په نوم ترهګري حرامه ګڼي خو په افغانستان کې بیا ځانمرګو بریدونو او ورانکارۍ د پاره خپلو مدرسو کې طالبانو ته تربیت ورکوي".

د افغانستان د دیني عالمانو شورا او یا حکومت لا د پاکستاني ملایانو په دغې فتوا څه نه دي ویلي.

رویټرز وايي پر پاکستان یو غټ انتقاد دا دی چې د خپلو سیاسي ګټو د ساتلو لپاره ترهګر او اورپکي ساتي او کاروي او په جوماتونو کې یې ملایان هم پرېښي چې په خپلو خبرو او ویناوو کې نفرت او کینه وپاروي. خو پاکستان دا تورونه نه مني.

https://avapress.com/vdch6-nz623nmkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته