کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی ولایت کی ۷ تنه وسله والو وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوی دی

28 جدی 1396 ساعت 0:50

د غزنی ولایت چارواکی وایی، په یاد ولایت کی ۷ تنه وسله والو طالبانو وژل شوی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلی، چې وسله والو طالبانو د سهار وختی په ۲:۳۰ دقیقو د ګیرو په ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ. ویلکږی، د دواړو خوا و ترمنځ نښته د ګهیځ تر ۶ پورې روانه وه. سرچنیو زیاتوی، چې غزنی ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بريد په پایله کې ۷ طالب اورپکي وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوی دی، د ۴ طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي او بلخوا ځينې وسلې او مهمات هم د دولتي امنیتی ځواکونو لاسته لوېدلي دي. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 156560

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156560/غزنی-ولایت-کی-۷-تنه-وسله-والو-وژل-شوی-او-۹-نور-ټپیان-دی

آوا
  https://www.avapress.com