کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستانی دینی عالمانو: انتحاری حملې د اسلام له نظره ناروا او منع کار دی

28 جدی 1396 ساعت 0:52

راپورنه وایی، د پاکستان تقريبآ دوه زره دیني عالمانو پرون په یوه غونډه کې فتوا ورکړه چې انتحاري حملې کاملا حرام او د اسلام له نظره ناروا او منع کاردي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، یاد دیني عالمانو، چې د بېلابېلو فرقو او مذهبونو استازیتوب یې کاوه، په صادره کړې فتوا کې ویلي دی، چې انتحاري حملې، د اسلامي شرعې د نافذولو په نوم له تشدد او زوره کار اخیستل د اسلام له نظره ناروا دی. د یاد وړ دی، دغه هیواد کې دیني عالمانو وروسته له دې دا فتوا صادره کړه چې پاکستاني مدرسو په افغانستان او درسته سیمه کې د دین په نوم انتحار او تشدد رواج کړ.


د مطلب کود: 156561

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156561/د-پاکستانی-دینی-عالمانو-انتحاری-حملې-اسلام-له-نظره-ناروا-او-منع-کار-دی

آوا
  https://www.avapress.com