دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 156575
یوناما د افغانستان د نوې ملي بودیجې د تصویب هرکلی کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندیه پلاوی (یوناما) د چهارشنبه په ورځ د ولسې جرګې له لوري
د افغانستان د کلنۍ بودیجې د تصویب هرکلی کوي، کوم چې دې هیواد ته زمینه برابروي تر څو خپلو لومړیتوبونو ته رسیدګي وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر، تدامیچي یاماماتو وویل: ” د نوې بودیجې تصویب،چې د افغانستان دولت د نړیوالو معیارونو سره سمه تیاره کړې، د باثباته افغانستان لور ته د افغانستان یو بل ګام په ګوته کوي، چېپه هیواد کې د سولې یو مهم عنصر دی.“
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې، نوې بودیجه د افغانستان دولت د مقننه او اجراییه قواوو تر منځ د پراخې همکارۍ او همدارنګه له مدني ټولنې سره له مهمو بحثونو وروسته بشپړه شوې، کوم چې د هیواد د ځواب ورکولو او په خپل ځان بسیا کیدو د ژمنو ښکارندویي کوي چې په بیلابیلو نړیوالو کنفرانسونو لکه توکیو، لندن او بروکسل کې څرګندې شوي.
لکه څرنګه چې افغانستان د خپلو مالي اصلاحاتو په برخه کې مثبت، ریښتیني او واقعي هڅې تر سره کوي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د ثبات، پراختیا او سولې په برخه کې د دې هیواد د ډیموکراتیکو نوښتونو ملاتړ ته ژمن دي

https://avapress.com/vdcefp8znjh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته