کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسد نه ‎شي کولی په سوریه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د خلکو باور ترلاسه کړي

29 جدی 1396 ساعت 2:16

ټبلرسن ویلی ، د لومړي ځل لپاره د سوريې د جګړې په اړه د خپل هېواد بې قیده ژمنه اعلان کړه.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن سرګندوی، زموږ امنیتی ځواکونه به تر نامعلومې نېټې پورې په سوریه کې پاتې وي. ‎ د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن، د چهارشنبه په ورځ په اسټنفورډ پوهنتون کې د وینا پرمهال رسنیو ټه وویل، په سوریه کې به د امریکايي ځواکونو ماموریت د داعش پر ځپلو او دې هېواد ته د دې ډلې د بېرته ستنېدو د مخنیوي پر موضوع متمرکز وي. هغوی ویلی، په اوس وخت کې له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو وتل به بشار الاسد ته فرصت برابر کړي چې د خپلو خلکو پر ضد ظالمانه چلند له سره پیل کړي. د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن زیاتوی، چې اسد نه‎شي کولی په سوریه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د خلکو باور ترلاسه کړي.


د مطلب کود: 156628

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156628/اسد-نه-شي-کولی-په-سوریه-کې-د-اوږدمهاله-ثبات-لپاره-خلکو-باور-ترلاسه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com