په غزنی ښار کې امنیتی چارواکې په بایسکل کې ځای پرځای سوی چاودیدونکو توکو کشف او خنثی کیدو څخه خبر ورکوی.
په غزنی کې د یو خونړیزی برید څخه مخنیوی
29 جدی 1396 ساعت 18:13
په غزنی ښار کې امنیتی چارواکې په بایسکل کې ځای پرځای سوی چاودیدونکو توکو کشف او خنثی کیدو څخه خبر ورکوی.
د آوا په ګزارش سره، جنرال زمان؛ د غزنی پولیسو قومانده، د آوا سره په اړیکه کې وویل: نن جمعه ۱۲ بجه، طالبان چاودیدونکې توکې په یو بایسکل کې د غزنی ښار د ختم المرسلین مسجد ترڅنګ ځای پرځای کړۍ وو او قصد درلود د امنیتی ځواکونو او لمونځ کوونکو تیریدو په وخت کې ورته چاودنه ورکړی. هغه وویل چی د خلګو په مرسته دا بایسکل د پولیسو له لوری کشف سو او چاودنه ورکړل شو او کوم څوک ته کوم زیان نه دی رسیدلی. طالبان تر اوسه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 156647