دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۵۹
د مطلب کود : 156714
هلمند ولایت ۲۷ تنه وسله والو طالبانو وژل شوی دی
دفاع وزارت ویلی، چې د اروزګان ولایت د خاصې قطعې او د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ګاونډي هلمند په باغران ولسوالي کې ۶۷ تنه د وسله والو طالبانو له منګولو خلاص کړل.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د دفاع وزارت له اعلامیې سره سم د ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس د طالبانو له دوو جلا زندانونو څخه د ملي اردو او ملي پولیسو ۶۷ غړي راخوشي کړل. د یاد وزارت په وینا ژغورل شوي کسان اروزګان او کندهار ولایتونو ته وړل شوي دي. د اروزګان ولایت امنیتي چارواکي سرګندوی، چې په باغران کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او شاوخوا ۲ سوه نور ژوندي نیول شوي دي. بلخوا د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغان او بهرنیو ځواکونو وړمه شپه د باغران ولسوالۍ پر عامو خلکو چاپه اچولې او ۵۳ تنه یې له ځان سره بېولي دي. دوی ویلی، چې افغان امنیتی چارواکی او امریکايي پوځیانو، چې په ۱۱ څرخکو کې باغران ولسوالی ته ورغلي وو، دوکانونو او کورونو ته یې زیان اړولی، ۳ تنه یې وژلي او د عامو خلکو شتمنۍ یې غلا کړي دي.
https://avapress.com/vdcjvmevxuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته