کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر بلخ ته رسېدلى دى

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1396 ساعت 14:04


د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ولسي جرګې له ځينو وکيلانو سره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور پر برخليک د بحث لپاره بلخ ته رسېدلى دى.

 په دغه ډله کې د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا ځينې غړي هم شامل دي.

د بلخ د ولايتي شورا رئيس افضل حديد تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل، دغه هيئت د بلخ له ولايته د عطا محمد نور پر لېرې کېدو يا هم پاتې کېدو بحث پيل کړى دى.

هغه وويل چې دغه هيئت به د افغان حکومت او د بلخ د پخواني والي ترمنځ پر روانه لانجه خبرې وکړي.

د کابل لپاره د امريکا نوي سفير جان باس تېره پنجشنبه په کابل کې خبريالانو ته وويل، د بلخ والي دې واک په سوله‎ييز ډول انتقال کړي او په ټولنه کې اضافي تاوتريخوالي ته اړتيا نه‎شته.


د مطلب کود: 156751

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156751/د-افغانستان-بهرنيو-چارو-وزیر-بلخ-ته-رسېدلى-دى

آوا
  https://www.avapress.com