کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل برید په غبرګون کې د ترهګرو ملاتړو پر ضد له امنیت شورا د ولسمشر غني غوښتنه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1396 ساعت 15:26


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پلازمېنه کبل ښار د انتر کانتیننتال هوټل پر وداني د وسله والو ډلییز برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښت ترڅو د ترهګرو ملاتړو پر وړاندې ګامونه پورته کړي.

ارګ ماڼي د ولسمشر غني په حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې  د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په دې وروسیتو کې په کابل کې په کتنواو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په فوق العاده ناسته کې د تروریستي ډلوپر ملاتړود فشارونو پر زیاتولو  اجماع ته ورسېدل.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې پر کابل انټرکانټیننټل هوټل  او نورو تروریستي بریدونو ته په کتو باید د یادې اجماع په رڼا کې  د تروریزم پر ضد له تفکیک پرته ګډه او جدي مبارزه تونده کړو.

هغه وویل، چې د تروریستي بریدونوپېچلتیا ته په کتو د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي سره په خپلو خبرو کې یوځل بیا د تروریزم پر ملاتړو د فشارونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، تر څو چې تروریستي ډلې له ملاتړ او خوندي پټنځایونو برخمن وي، نو د سیمې خلک به امنیت، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسی ونه لري.

په کابل کې د انتر کانتیننتال هوټل برید په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی او یاد ډله ادعا کوي چې په دغه برید کې د بهرنیانو په ګډون ګڼ شمېر کسان وژل شوي.


د مطلب کود: 156759

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156759/د-کابل-برید-په-غبرګون-کې-ترهګرو-ملاتړو-پر-ضد-له-امنیت-شورا-ولسمشر-غني-غوښتنه

آوا
  https://www.avapress.com