کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل برید او تلفاتو په اړه تازه استخباراتي موندنې او جزئیات

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 دلو 1396 ساعت 10:24


د کورنیو چارو وزارت په پلازمېنه کابل ښار کې د انتر کانتیننټال هوټل پر وداني د برید او تلفاتو په هکله تازه جزئایت خپاره کړې دي.

د کورنیو چار وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د حقاني شبکې اړوند وسله والو د شبنې په شپه د انتر کانتیننټال پر هوټل ډلییز برید پیل کړل چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ کسا وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې ۴ افغانان او ۱۴ بهرني وګړي شامل دي او په دغه برید کې لر تر لږه ۹ کسان ټپيان هم شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، استخباراتي موندنې ښیي چې دغه برید د حقاني شبکې له خوا د ډیورنډ کرښې هاخواه پلان شوې وه.

د برید مسئولیت په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې پر انتر کانتیننتال هوټل ډلییز برید د طالبانو پنځه وسله والو له خوا ترسره شوې چې په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه په یوه بیان کې لیکلي چې « بریدونه د ۵ تنو استشهادي مجاهدینو (بلال، ایوبي اوخلیل د کندهار، بشر د فاریاب او عبید د غور ولایت اوسیدونکو)  لخوا چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو د خاصو تکتیکونو په کارولو سره ترسره شول.»


د مطلب کود: 156797

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156797/د-کابل-برید-او-تلفاتو-په-اړه-تازه-استخباراتي-موندنې-جزئیات

آوا
  https://www.avapress.com