دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 156814
د کابل برید په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تند غبرګون

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په پلازمېنه کابل ښار کې د انتر کانتیننټال هوټل د وسله والو طالبانو ډلییز برید په اړه تند غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې په دغه برید کې د افغانانو او بهرنیانو په وژل کېدو غمجن دی.

نومړی د طالبانو د برید په ځواب کې د افغان امنیتي ځواکونو زړورتیا د ستاینې وړ وبلله.

ښاغلي ټېلرسن وایي، د امریکایي چارواکو د برید په تړاو د پلټنې په موخه له افغان چارواکو سره په تماس کې دي او زیاته یې کړه چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د برید په تړاو د وسله والو طالبانو بیان هم لیدلې ده او د بې ګناه افغانانو او بهرنیانو پر وړاندې ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په همدې حال کې ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت له افغان ولس او حکومت ترڅنګ ولاړ دي او د سولې، امنیت، او سوکالې د ترلاسه کولو په موخه د افغان ولس د هلو ځلو ملاتړ کوي.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وایي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان د ۱۴ بهرنیانو په ګډون وژل شوي او کابو ۹ نور د ۶ پولیس سرتیرو په ګډون ټپیاندي.

د برید مسئولیت په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6in6y49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته