دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 156836
د کندهار په درې ولسواليو کي د پوهني بهير په ټپه ولاړ دى

د کندهار ولایت د پوهنې رییس وایي، که څه هم کندهار د هېواد په کچه د ښه امنيت يو بېلګه ده؛ خو په شورابک، غورک او ریګستان ولسوالیو کې ښوونځي تړلي دي.

د کندهار د پوهنې ریيس عبدالقادر پيوستون وايي، په ټوليزه توګه په کندهار کي ٥٣٨ ښوونځي او ښوونيز مرکزونه لرو، چي ٤١٩ یې پرانستي دي او ١١٩ اوس هم تړلي دي.

ښاغلی پیوستون زیاتوي؛ په ځينو سيمو کي د ښوونځيو د تړلو علت امنیتي ستونزې دي، خو په ټولیزه توګه د ودانيو او تشکيل نشتوالی دى، چي د پوهني مخه يې ډب کړې ده.

هغه څرګندوي، چې په دې اړه يې په وار وار د پوهني وزارت ته وړانديزونه کړي؛ خو تر اوسه يې کوم مثبت ځواب ندى تر لاسه کړى

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexp8zpjh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته