په پکتیا کې هغه وسلې او پوځي تجهیزات چې د تېر یوه کال په موده کې د پولیسو لهخوا په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي، د ډایاګ یا د بېوسلې کولو پروګرام ته وسپارل شول.
د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال سید ګل اقا روحاني د وسلو سپارلو په ځای کې رسنیو ته وویل چې په دغو مهماتو کې ۴۸ میله کلاشینکوفونه او نورې وسلې شاملې دي.
ده وويل، پولیسو دغه مهمات په بېلابېلو عملیاتو کې له وسلهوالو مخالفينو، د نشهيي توکو له قاچاق کوونکو او په نورو پېښو کې نیولي دي.
په جنوب ختیځ زون کې د ډایاک د پروسې مسؤل وویل چې د یاد ولایت امنیتي ارګانونو پخوا هم ګڼې نیول شوې وسلې یاد پروګرام ته سپارلې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)