د هری ترهګریزي او خونړۍ پېښې په پای کي د تلفاتو د ضد و نقیض شمېر ورکول خلک سخت اندېښمن کړي دي.
د شنبې په شپه پر انتر کانتننتال هوتل د ترهګریز برید په پای کې د تلفاتو شمېر د کورنیو چارو وزارت د ویاند نجیب دانش لخوا د بهرنیانو په ګډون ۱۹ او د ټپیانو ۱۰ کسه وښودل شو؛ خو اوس، چې له دې پېښې دوه ورځې تېریږي، په دې شمېر کې توپیر لیدل کیږي او عیني شاهدانو د تلفاتو شمېر له ۶۰ ډېر ښودلی، چې دې وضعیت د رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.
د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر ویلي، چې حکومت د پېښو د کره تلفاتو د ښودلو په اړه پوخ نیت نلري.
خبریال غضنفر عادلي وایي؛ تېره ورځ، چې حکومت پر انترکانتیننتال هوتل د ډله ییز برید د تلفاتو راپور ورکړ، کره شمېر نه و؛ خو عیني شاهدانو د تلفاتو شمېر ډېر ښودلی دی.
خبریال محمد رقیب فیاض وایي، چې حکومت او امنیتي چارواکي غواړي په دې توګه خپلې کمزورۍ پټې او ځان ډاډمن وښیي.
کورنیو چارو وزارت د دغو غبرګونونو په اړه تر دې دمه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د رسینو ملاتړیو بنسټونو ویلي؛ حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون ترپښو لاندې کړی دی.