کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تدارکاتو کمېسیون: په ۱۳۹۶ کې د ۱۱ ميلیارد افغانیو د حیف و میل مخنیوی شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1396 ساعت 10:25


د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د۱۳۹۶ مالي کال په لویو قراردادونو کې د ۱۱ ميلیارد افغانیو د حیف و میل مخنیوی شوی.÷

ارګ ماڼی د ملي تدارکاتو ادارې د راپور په حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې د تېر مالي کال د راپور پر بنسټ، ملي تدارکاتو کمېسیون د وزارتونو د امرینو له صلاحیتونو څخه پورته تر ۸۰۰ زیاتې پروژې ارزولي او دې کمېسیون پرې تصمیم نیولی چې د دې ارزونو په پایله کې د ۱۱ میلیارد افغانیو د حیف و میل مخنیوی شوی دی.

 د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس انجینر الهام عمر هوتکي وایي، په ۱۳۹۶ مالي کال کې زیات تحرک په زیربنایي او ساختماني پروژو کې رامنځته شوی، لکه څنګه چې د ملي تدارکاتو کمېسیون کې ډېرې پروژې د فوایدعامې، انرژۍ او اوبو، کلیوپراختیا او عامې روغتیا وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند وې، له څېړنو وروسته منظور شوې دي

هوتکي زیاته کړه، بله ښه پایله، په ۱۳۹۶ مالي کال کې  د تېر کال په پرتله په عملیاتي لګښتونو کې د پام وړ کموالی دی.

د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس یادونه وکړه، د ملي تدارکاتو کمېسیون ۵۱ اوونیزې غونډې کړي او د ډېرو پروژو په اړه یې پرېکړه کړې، د عامه منابعو د حیف و میل څخه پام وړ مخنیوی دا ثابتوي هغه پوښتنې  او نيوکې به چې کله کله د پروژې د مودې د غځېدو په اړه مطرح کېدې، موجه نه دي.

نوموړي یادونه وکړه، ملي تدارکاتو کمېسیون او ملي تدارکاتو اداره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړې ادارې (SIGAR) او دغه راز  د فساد ضد څارنې او ارزونې ګډې کمېټې ( MEC) په راپورونو کې مثبت ارزول شوي.


د مطلب کود: 156876

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156876/تدارکاتو-کمېسیون-په-۱۳۹۶-کې-د-۱۱-ميلیارد-افغانیو-حیف-میل-مخنیوی-شوی

آوا
  https://www.avapress.com