دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 156887
امریکا له افغانستان سره ۱۰۰ ملیون ډالر مرسته وکړه

د افغانستان د مالیې وزارت ویلي امریکا له افغانستان سره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

ټاکل شوې ده چې دا مرستې د ملي بودجې له لارې د ټرانسپورټ، انرژۍ او کرنې په برخو کې ولګول شي.

د دغو مرستو هوکړه لیک د دوشنبې په ورځ د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د امریکا سفیر جان بس ترمنځ په ارګ کې لاسلیک شو.

ښاغلي حکیمي وویل چې د دغو مرستو یوه عمده برخه به د اوسپنې لارې، د کابل او خلیج هیوادونو ترمنځ د هوایي دهلیز رامنځته کولو او د صادراتي محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو په جوړولو ولګول شي.

د حکیمي په وینا دا مرستې هر کال د امریکا له لوري ورکول کیږي او حکومت کولی شي چې د اصلاحاتو په رامنځته کولو سره هر کال ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړي.

د امریکا سفیر جان بس هم ویلي چې دا مرستې د هغو اصلاحاتو په نتیجه کې منل شوي چې د ملکي خدماتو په برخه کې رامنځته شوي دي.

جان بس ویلي: "دا مرستې په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته رسیږي او حکومت کولی شي چې د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووایي. ولایتونو ته د بودجه یی صلاحیت انتقال له هغو مواردو څخه و چې اصلاحات پکې راوستل شوي دي."

امریکا له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو په سر کې دی چې له افغانستان سره یې زیاتې پوځي او اقتصادي مرستې کړي دي.

د مالیې وزارت د شمیرو له مخې، د نړیوالو مرستو ۶۰سلنه د دولت د بودجې له لارې مصرفیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaain6049nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته