کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې ۳۰۰ تنو حرفوي زده کړې وکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1396 ساعت 14:47


په پکتیکا کې سل ښځې او دوه سوه نارینه له شپږ میاشتني حرفوي کورسهفارغ او د کار وسایل او د فارغېدو سندونه یې تر لاسه کړل.

د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام رحمان همدرد وویل، یاد پروګرام د ملي پیوستون د پرمختیايي پروګرام په چوکاټ کې د ۹۶ لکه افغانیو په لګښت د ۳۰۰ کسانو لپاره پلی شو.

د ده په وینا چې دغو ۳۰۰ کسانو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، نلدوانۍ، ترکاڼۍ، برښنا، د موټرسایکلو د ترمیم او د ټيلیفون جوړونې په برخو کې زده کړې کړې دي.

د پکتیکا چارواکي وايي چې فارغو کسانو هغه کسبونه زده کړي چې په ازاد بازار کې ورته اړتیا ډېره ده او دوی لاس په لاس د ځانونو لپاره شخصي کارونه پیلولای شي.


د مطلب کود: 156905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156905/په-پکتیکا-کې-۳۰۰-تنو-حرفوي-زده-کړې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com