دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 156909
نن سې شنبه به ۱۰ افغان کډوال له جرمني افغانستان ته ولېږل شي

تاکل شوې نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ۱۰ تنه افغان کډوال له جرمني څخه بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

د کډوالو چارو فعالانو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې دغه کسان به د سې شنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» په ماښام کابل ته ورسېږي.

دغه افغانان د جرمني له بېلابېلو ښارونو څخه کابل ته لېږل کېږي.

دوی ډېری هغه کسان دي چې د خپل بشپړ هویت په ښودلو کې له چارواکو سره لازمه همکاري نه‎ده کړې.

وروسته له هغه چې د تېر میلادي کال په مې میاشت کې په کابل کې د جرمني سفارت ته څېرمه بریدونه وشول، له جرمني څخه هغه کسان چې د هغه هېواد د خوندیتوب لپاره ګواښ بلل کېږي، لکه هغه کسان چې د ترورېستي فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا لرلی شي او هغه کسان چې له جرمن چارواکو سره د هویت په برخه کې همکاري نه‎کوي، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډسمبر راهیسې ۱۵۵ افغانان په اتو پروازونو کې کابل ته انتقال شوي چې نهم پرواز به‌یې نن ماښام وي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxvdy1w6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته