دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 156912
جنرال دوستم پر امنیتي او کشفي بنسټونو سخت نیوکه وکړه
د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په پلازمېنه کابل کې د انتر کانتیننټال پر هوټل د وسله والو ډلییز برید په غبرګون کې د هېواد پر امنیتي او کشفي بنسټونو نیوکه وکړه.

نوموړی په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د انتر کانتیننټال پر هوټل د وسله والو برید په ترڅ کې د بې ګناه کسانو په وژل کېدو غمجن دی.

جنرال دوستم زیاته کړه، چې پر انتر کانتیننټال هوټل د وسله والو برید یو ځل بیا دا په ډاګه کوي چې د هېواد امنیتي او کشفي بنسټونه د ترهګرو برنامو د کشفولو او پیژندلو په برخه کې ناکامه دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه موضوع د امنیتي او کشفي بنسټونو د ښې مدیریت سره تړاو لري او په کار ده چې بیا کتنې ته اړیتا لري ترڅو د وړتیا لرونکو کسانو له ګمارنې سره دغه ستونزه لرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو اړوند یو شمېر برید کوونکو د شنبې په شپه ناوخته پر انتر کانتیننټال هوټل ډلییز بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم افغان چارواکي وایي، د برید په ترڅ کې ۱۸ کسان وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي خو ځینې داسې راپورونه هم وجود لري چې په دغه برید کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvmev8uqeihz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته