کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وسله والو د ځپلو په موخه A-10 ډوله الوتکې افغانستان ته ورسېدې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1396 ساعت 16:48


له کابو درې کاله وروسته په لومړی ځل A-10 ډوله الوتکې د وسله والو د ځپلو موخه افغانستان ته ورسېدې.

د امریکا هوايي پوځ چارواکو په وینا، د افغان او امریکایي ځوکونو په ملاتړ A-10 ډوله الوتکو په لومړی ځل د روان میاشت په ۱۹ نیټه هوایي بریدونه ترسره کړل.

چارواکي زیاتوي، چې دغه الوتکې د جمعې په ورځ کندهار ولایت ته ورسېده.

د امریکایي ځواکونو په مرکزي قومانداني کې د هوایي ځواکونو مشر جنرال جفرې هرېګیان فاکس نیوز ته ویلي، چې د طالبانو د ځپلو په موخه او د هغوي د مالي سرچینو پر وړاندې هوایي بریدونه دوام لري.

نوموړی زیاته کړه، چې د وسله والو طالبانو پر خلاف هوایي او ځمکني بریدونه به تر هغه دوام ومومي چې دوي په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي او یا هم د سولې له بهیر سره یوځای نه ده شوي.

جنرال هرېګیان وایي، افغانستان ته A-10 ډوله الوتکې په دې خاطر استول شوي ځکه امریکایي ځواکونه د خپلو افغان ملګرو په ملاتړ د جګړې په لومړی کرښو کې ځای پر ځای شوي او دغه الوتکې به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ ډیر اغیزمنې ثابته شي.


د مطلب کود: 156915

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156915/د-وسله-والو-ځپلو-په-موخه-a-10-ډوله-الوتکې-افغانستان-ته-ورسېدې

آوا
  https://www.avapress.com