دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۳
د مطلب کود : 156938
په هېواد کې ۱۹ ځانګړې امنیتي کمپنۍ هڅې کوي

که څه هم په ۲۰۱۱ کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ځانګړیو امنیتي کمپنیو د لغو کولو فرمان ورکړی و؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې ۱۹ یې د دیپلوماتیکو سیمو امنیت ساتي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش زیاتوي،  هغه مهال مو ۵۷ ځانګړې امنیتي کمپنۍ لغو کړې؛ خو اوس ۱۹ امنیتي ځانګړې کمپنۍ د دیپلوماتیکو ساحو امنیت ساتي.

نږدې یو میاشت مخکې د انتر کانتیننتال هوتل د امنیت  ساتنې چارې یوه ځانګړي امنیتي شرکت ته سپارل شوې وې؛ خو د پلټنو له تمځيو یې پېنځه برید ګر له موترو سره تېر شول او په هوتل کې یې د اوړمې ورځ ناورین رامنځته کړ.

دا، چې له اووه کلونو وروسته ولې د ۱۹ ځانګړیو امنیتي کمپنو هڅې روانې پاتې دي؛ پوځي کارپوه  جاوید کوهستانی یې په اړه وايي؛ د ځانګړیو امنیتي شرکتونو جوړوونکي لوړ پوړي چارواکي دي، چې له کورنیو او بهرنیو چارواکو سره په اړیکو کې دي. 

د کابل په انتر کانتیننتال هوتل کې له وروستي برید وروسته، چې په  کې پېنځه برید ګرو څه باندې ۳۰ تنه ووژل؛ اوس د کورنیو چارو وزیر د کابل– بلخ ځانګړي امنیتي شرکت ته د دې میلمستون د امنیتي چارو سپارل تېروتنه وبلله.

طالبانو پر انتر کانتیننتال هوتل د برید مسوولیت منلی او حکومت هم حقاني شبکه په دې برید کې پړه بولي او وایي، چې برید له بهره پلن شوی و.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchx-nz623nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته