لسګونه کسانو چې ویل کېږي، ډېری یې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د فراه ولایت مقام ته څېرمه په مظاهره لاس پورې کړ.
دغه مظاهرې هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتې چې دغو مظاهرهچیانو غوښتل د ولایت مقام ته ننوځي.
له نږدې یوه ساعته ډزې تبادله کېږي، خو دا چې دغه ډزې څوک کوي، تر اوسه معلوم نهدي.
دغه مظاهره د یوه وژل شوي تن د وژنې په غبرګون پیل شوې ده.
مظاهره کوونکو د یوه تن مړی چې ادعا کېږي امنیتي ځواکونو وژلی، له ځانه سره لېږدوي.
ویل شوي چې د دغې مظاهرې په تاوتریخوالي کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
همدا ډول ادعا ده چې د دغې مظاهرې منځ ته وسلهوال مخالفین هم ورننوتي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)