دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 157027
د حقاني شبکې پر ډلمشر د امریکا هوایي برید او د پاکستان تند غبرګون

اسلام اباد د شمالي وزیرستان په مربوطاتو کې د حقاني شبکې پر یو ډلمشر د امریکایي ځواکونو د هوایي برید پر وړاندې تند غبرګون وښود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو د کرمې ایجنسې په مربوطاتو کې د افغان کډوالو پر یوه خیمه برید ترسره کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې اسلام اباد د ناټو ځواکونو دغه اقدام په کلکو ټکو غندي او د امریکا پوځ پر چارواکو د تل په څېر غږ کوي چې د ترهګرو په اړه استخباراتي معلومات له پاکستاني چارواکو سره شریک کړي ترڅو پاکستاني ځواکونه د هغوی پر وړاندې اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، امریکایي ځواکونو د چهار شنبې په ورځ د حقاني شبکې د یو لوړپوړی ډلمشر پر وداني په سپین تل دپه مموزي سیمه کې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې درې کسان وژل شوي دي.

په اورکزي ایجنسې کې یوه امنیتي سرچینه وایي، په دغه برید کې د حقاني شبکې ډلمشر ناصر محمود چې مشهور په خاوري و، وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د خاوري دوه نور ملګري هم وژل شوي دي خو د هویت په اړه څه نه وایي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiqnzq23nmvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته