دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 157049
کابل کې د ګمرکي مراحلو د بشپړولو واحد لومړنی مرکز پرانیستل شو

د ګمرکي مراحلو د بشپړولو واحد لومړنی مرکز په کابل کې پرانیستل شو

د ګمرکي مراحلو د بشپړلو لومړنی واحد مرکز د افغانستان د صادراتو د ګمرکي چارو د تېزوالي په موخه د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې پرانیستل شو.

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس او یو شمېر دولتي او خصوصي سکتور چارواکو د دې مرکز پرانیسته د صادراتو په چارو کې یو مهم ګام وباله.

د افغانستان اجرائیه رئیس وویل، افغانستان د لویو پرمختګونو او ستونزو سره مخ دی، ځکه له یوې خوا په بېلا بېلو برخو لکه بیارغونې، سوداګرۍ، اقتصاد، روغتیا او معارف کې پروژې پلي کیږی، له بلې خوا لا هم د امنیتي ستونزو او ترهګرۍ له ګواښ سره مخ یو.

هغه پر انټرکانټننټل هوټل او له ماشومانو د ملاتړ پر ادارې بریدونو ته په اشاره سره وویل، تروریستان کله د حقاني په نوم، کله د داعش او طالب په نوم ترهګریز بریدونه کوي، خو په حقیقت کې د دې ټولو ډلو ماهیت یو دی.

ښاغلي عبدالله وروستي بریدونه بشري جنایت وباله او ټینګار یې وکړ " زه په دې باور یم چې د افغانستان خلک سوله غواړي او په خپل هېواد کې د عادلانه سولې د تامین هیله لري، خپلو هیلو ته به رسیږي، او د زموږ د هېواد دښمنان او ترهګر به هیڅ هم لاس ته نه راوړي، بېله یوې تاریخۍ بدنامۍ"

هغه د امریکا متحده ایالات د اقتصاد او بنسټیزو پروژو په برخه کې د افغانستان لوی مرستندوی وبلل، او زیاته یې کړه چې د ګمرکي مراحلو د واحد مرکز جوړول به د افغان بزګرو او تولیدوونکو پر ژوند مخامخ مثبتې اغیزې ولري.

بل خوا، په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر، جان بس د تولیدي او صادراتي فرصتونو له اړخه افغانستان یو غني هیواد وباله، او د دې هېواد د غالیو، تازه او وچو میوو او سبزیجاتو ته یې اشاره وکړه.

هغه زیاته کړه چې هېواد یې یو باثباته او سوله ییز افغانستان غواړي او له همدې امله د افغانانو تر څنګ اوږه په اوږه ولاړ دي.

ښاغلي بس زیاته کړه " موږ باور لرو د دغه مرکز د جوړولو لپاره چې مو کوم ګام نن پورته کړی، نه یوازې به د افغانستان د تولید د پراختیا او د سوداګرۍ لپاره د فرصت د رامنځته کېدو لامل شي، بلکې د افغانستان ښه انځور به هم راژوندی کړي، خلکو ته به د دې هېواد او راتلونکي یو بېل انځور ورکړي، او زه فکر کوم چې دا د هغه تاوتریخوالي په ځانګړي ډول پر کانټیننټل هوټل او جلال اباد کې د تېرې ورځې د بریدونو پر وړاندې یو ښه ځواب دی چې دا ټولنه له ډېرې مودې ورسره مخ ده."

د امریکا د سفیر په خبره، د ګمرکي مراحلو د بشپړولو د واحد مرکز جوړېدل به د بیروکراسۍ د کمښت او د افغانستان د سوداګرۍ د بهیر د ساده والي لامل شي.

د میوو د صادراتو زیاتوالی

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د پلاوي مرستیال، خان جان الکوزي وویل، چې د ګمرکي مراحلو د بشپړولو د واحد مرکز د دې لامل شوی چې د افغانستان د صادراتو ګمرکي چارې له ۱۳ شعبو څخه څلورو شعبو ته راکم شوی دی.

ښاغلي الکوزي تائید کړه چې د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلیز جوړېدل، او همدارنګه د آقینې، بندر، چاه بهار بندر، دحیرتان او تاجکستان بندرونو له لارې د ترانزیټي لارو رامنځته کېدلو افغانستان له یوې ترانزیتي لارې ازاد کړی.

هغه زیاته کړه " په تېرو نهه میاشتوکې موږ یوازې ۲۱۷ زره ټنه میوه صادره کړې، چې د تېر کال په پرتله ۴۴ سلنه زیاته صادره شوې"

خو د هغه په خبره، د دې ټولو اسانتیاوو د رامنځته کېدو سربېره بیا هم له پاکستان سره ستونزې شته او دا مهال د افغانستان ۳.۵ زره ټنه پنبه او دوه زره ټنه انار او مڼې په تورخم کې درول شوي.

د افغانستان خصوصي سکتور د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د بیروکراسۍ او اداري فساد د مخنیوي او د امنیتی او ترانزیتي ستونزو د اواري غوښتنه وکړه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbazb89rhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته