کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین وايي په افغانستان کې پوځي اډه نه جوړوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 دلو 1396 ساعت 18:30


افغان چارواکو پخوا ویلي و چې چين په بدخشان ولایت کې د یوې پوځې اډې د لګښت د برابرولو هوکړه کړی وه.

د چین د دفاع وزارت هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې وايي بیجینګ په افغانستان کې پوځي اډه جوړوي.

د چین د دفاع وزارت ویاند وی کیانګ په بیجینګ د پنجشنبې ( جنورۍ۲۵) په ورځ وویل "هغه تش په نامه مسئله چې وایي بییجنګ په افغانستان کې پوځي اډه جوړوي بې اساسه ده."

څه موده وړاندې ځينو رسنیو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د چارواکو په حواله راپور ورکړ چې چین په بدخشان ولایت کې د افغان پوځيانو لپاره اډه جوړوي.

افغان چارواکو دا هم ویلي وه چې چین به د دغې اډې مالي لګښت برابر کړي. چین له افغانستان او منځنۍ آسیا سره پر خپلو پولو د اورپکو اسلامپالو د تګ او راتګ له اړخه اندیښنه لري.

د چین دفاع وزارت ویاند دغه راز په افغانستان کې د خپلو پوځي موټرو د شتون او ګزمې راپورونه هم رد کړي دي.

ځینو رسنیو راپور پخوا راپور ورکړی و چې چیني پوځي موټرې د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کې د ګزمې په حال کې لیدل شوي دي.

چیني چارواکي وايي چې له افغانستان سره په امنیتي او دفاعي برخو کې عادي اړیکې لري او دا اړیکې پالي.


د مطلب کود: 157065

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157065/چین-وايي-په-افغانستان-کې-پوځي-اډه-نه-جوړوي

آوا
  https://www.avapress.com