دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 157124
ننګرهار کې ۳۰ داعشیان وژل شوي، یوه پاکستانۍ کورنۍ نیول شوې

دننګرهار ولایت هسکی مینی ولسوالۍ په مربوطاتو کی دهوایي او ځمکني بریدونو په تر څ کی ۳۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.

ځایي چارواکو ویلي چې تیره روځ دهسکی مینی ولسوالی اړوند مریز کنډو، چاروازی، رود خانی، میاجی بابا او کجینه په سیمو کی ګډو امنیتی ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۳۰ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

په وژل شوو کی بهرنیان هم شامل دي.

دننګرهار والي وياند عطاالله خوږیاڼي ویلي چې په ترسره شوو عملیاتو کی دداعش وسله والېډلې یو شمیر پټنځایونه، وسلط او مهمات هم تخریب او له منځه تللی، امنیتی ځواکونو او ملکي وکړو ته پکی زیان ندی اوښتی.

بله خوا په هسکه مینه کې یو داعش پاکستانی جنګیالی له خپلې کورنۍ سره یوځای نیول شوی دی.

دننګرهار امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو له لوري دهسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کی یو وسله وال داعش دخپلې میرمنې او څلورو اولادونو سره یو ځای نیول شوی.

د هسکی مینې ولسوالۍ پولیسو دمخکني اطلاع پر اساس دکرش پلاټ په ساحه کې د اکرام په نوم یو داعش وسله وال چې مشهور په عبدالله کشمیری و او د پاکستان د کشمیر اوسیدونکی دی د خپلی میرمنې او څلور تنو اولادونو سره یو ځای نیولی دی.

چارواکي وایيدیادې سیمې پولیسو وړاندې هم د پلټنو او د ولسونو په همکارۍ په لسګونه تنه دداعش ډلی سره داړیکو لرلو په تور نیولي او دقانون منګلو ته یی سپارلي دي .

لغمان

په ګاونډي ولایت لغمان کې د دغه ولایت لپاره د وسله والو مخالفینو د امرباالمعروف مشر او مشهور قوماندان فضل غفار د اووه تنو نورو مخالفینو سره یو ځای وژل شوی دی.

افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره او کلمان درو تر منځ د کشرده کا په سیمه کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو او له مینځه وړلو په موخه ځآنګړي عملیات تر سره کړي، چې په دغو عملیاتو کې یې د لغمان لپاره د وسله والو مخالفینو د امر باالمعروف مشر او مشهور سیمه اییز قوماندان فضل الغفار د خپلو اووه تنو نورو ملګرو سره یو ځای وژلی او پینځه تنه شکمن هم افغان کومانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ژوندي له ځانه سره بیولي دي.

قوماندان فضل الغفار چې اصلا د مرکز اړوند د ګل ارام د سیمې دی، دا مهال په کشرده کا کې اوسېده او د ټول لغمان لپاره د وسلوالو مخالفینو له خوا د امر باالمعروف د مشر په توګه یې دنده تر سره کوله. نوموړی سربېره پر دې په یاده ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو د یو بل مشهور قوماندان سلیم مرستیال هم و.

قوماندان فضل الغفار د وسلوالو مخالفینو یو له مشهورو قوماندانانو څخه و، چې په ټول لغمان کې یې په ډېری ترهګریزو پېښو او د بې ګناه انسانانو په زورونه کې لاس درلود. دلغمانه واليو وياند سرحدي ځواک وايي

د یادونې ده چې په دغو ځانګړو عملیاتو کې افغان کومانډو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبل نده اړوښتي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0edyjw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته