دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 157188
ولسمشر غني د خونړیو بریدونو له امله نن یکشنبه ملي ماتم اعلان کړ

په پلازمیېنه کابل ښار کې د خونړی ځانمرګي برید له امله نن په هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې په دې وروستیو کې د افغانستان دښمنانود تروریستي بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو سره یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان او  زموږ کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې.

 خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت زموږ غمجنو او ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او هغوی ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلانوي چې له همدې امله به نن  (د یوې ورځې لپاره)په هېواد کې او له هېواده بهر په سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند وي.

د ارګ  ماڼی په وینا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د ښې رسیدګۍ په موخه سبا یوازې په کابل کې عمومي رخصتي اعلانوي.

ارګ ماڼی وایي، د سه شنبې په ورځ به په ټول هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر د عظیم الشان قران د ختم  مراسم پرځای شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د شنبې د ځانمرګي په پایله کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي او ۱۹۱ نور ټپیان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcedycw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته