دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 157199
ننګرهار کې د طالبانو د نومول شوی ولسوال مرستیال ووژل شو

ه ننګرهار ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوالی د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

چارواکي زیاتوي، چې د سره رود ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوال د ملي امنیت ریاست د ځانګړي عملیات په ترڅ کې وژل شوی.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ باغوانۍ سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم مرستیال ولسوال قاري داود مشهور په ياسر وژل شوی او دوه وسله وال طالبان هلال او اول جان د يو ميل کلاشنکوف سره ژوندي نيول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال تر شک لاندې څلور تنه هم نيول شوي، چې تر پوښتنو لاندې دي .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په یو شمېر نا امنو ولسوالیو کې د دولت ضد وسله والو پر وړاندې عملیات دوام لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwqnzw23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته