د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې نن دوشنبه شااوخوا ۵ بجې ۵ تنه وسلهوالو حمله کوونکو د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله کړې.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیريته وویل چې نن دوشنبه شااوخوا ۵ بجې ۵ تنه وسلهوالو حمله کوونکو د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې پر جز و تام حمله کړې.
ښاغلي وزیري د دغو راپورونو په ردولو سره چې وسلهوالو د مارشال محمد قسیم فهیم پر پوځي پوهنتون حمله کړې زیاته کړه چې دغه جز و تام په دغه پوهنتون پورې اړه نهلري او تر اوسه د وسلهوالو حمله کوونکو له ډلې ۳ تنه وژل شوي، یو تن نیول شوی او یو بل پټ دی چې د موندلو لپارهیې هڅې روانې دي.
ښاغلی وزیري زیاتوي چې په دغې حمله کې د دوی ۲ تنه منسوبین وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نهدی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)