کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تېر کال په وروستیو ۹ میاشتو کې ۸ زره عامو خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې- دانیل بیل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 دلو 1396 ساعت 11:10


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مسووله وايي، چې د دوه زره اووه لسم کال په وروستیو ۹ میاشتو کې د افغانستان په جګړه کې ۸ زره ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

افغانستان د جګړې په اوسني روان پړاو کې له ډېرو ستونزمنو او ځوروونکیو حالاتو سره مخ دی. په وروستیو بریدونو کې، چې طالبانو او داعش یې مسوولیت اخیستی؛ په سلګونه ولسي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د ولسي تلفاتو پر زیاتیدو اندېښنه ښودلې او د دغه سازمان په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د دوه زره اوولسم کال په وروستیو نهه میاشتو کې اته زره ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مسووله دانیل بیل ویلي، چې د کابل پر انتر کانتیننتال هوتل، په ننګرهار کې د ماشومانو د ملاتړ پر دفتر او په کابل کې د شنبې ورځې بریدونه ډېر وېروونکي وه. ملګري ملتونه ژوره اندېښنه لري، چې په دغو بریدونو کې ولسي وګړي په قصدي ډول په نښه شوي دي. اړتیا ده، چې د دغو ډول جنایتونو عاملین له نیولو وروسته محاکمه شي.

د یوې میاشتې په موده کې داعشیانو او وسلوالو طالبانو خونړي بریدونه کړي؛ د تبیان پر کلتوري مرکز د داعش په برید کې پنځوس کسان ووژل شول او نوي نور ټپیان دي، پر انترکانتیننیتال هوتل د وسلوالو طالبانو په برید کې دوه څلوېښت کسان ووژل شول او له لس ډېر ټپیان دي، په کابل کې د شنبې ورخې په برید کې، چې مسوولیت یې طالبانو په غاړه واخیست، یو سل و درې کسانو ژوند له لاسه ورکړ او دوه سووه پېنځه دېرش ټپیان شول او دغه راز نن د یو سلو یوولسمې فرقې پر یوه کنډک د داعش په برید کې یوولس سرتېري ووژل شول او شپاړس نور ټپیان دي.

ملګري ملتونه د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د ولسي وګړیو ژوند ته پام وکړي.

کلیپ: د جګړې ټولې ښکیلې غاړې باید د جنګ قوانین په پام کې ونیسي. وسلوال طالبان او نورې ترهګرې ډلې باید د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.

آغلې دانیل بیل ټینګار کوي، چې ټولې ښکېلې خواوې باید د جګړې بشر دوستانه قوانینو ته درناوی ولري؛ طالبان او نورې ترهګرې ډلې باید په دې اړه خپلې ژمنې پلې کړي.

د افغانستان د بشري حقونو مدافع بنسټونه هم د ملکي وګړیو وژنه جنګي جنایت ګڼي او زیاتوي، چې د روان کال په وروستیو شپږ میاشتو کې پېنځه زره ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویاند بلال صدیقي وایي، پر ملکي وګړیو او عامه ځایونو بریدونه له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د جنګي جنایت څرګنده بېلګه ګڼل کیږي.

امنیتي بنسټونه وايي، چې سخت دریځو او ترهګرو ډلو د جګړې تکتیک بدل کړی او ډېر تمرکز یې پر ښارونو کړی دی.


د مطلب کود: 157290

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157290/د-تېر-کال-په-وروستیو-۹-میاشتو-کې-۸-زره-عامو-خلکو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-دانیل-بیل

آوا
  https://www.avapress.com