دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 157298
افغان چارواکو پر پاکستانيو وګړيو افغان ويزه اړينه کړه

افغان چارواکو په کابل او ولایتونو کې له وروستيو خونړيو بريدونو وروسته افغانستان ته پرته له ويزې د پاکستان پر وګړیو د تګ راتګ بنديز ولگاوه.

 د ايس سي پي ار دي د خبرله مخې؛ د افغانستان پوله ساتو ځواکونو تېره ورځ د تورخم په لاره کې ټول هغه پاکستاني وگړي، چې ويزه يې نه درلوده بېرته ستانه کړي دي.

 د ویلو ده، چې هره ورځ به له زر ډېرو پاکستانيو وګړيو د کار و بار لپاره افغانستان ته پرته له ويزې تګ راتګ کاوه.

د افغانستان او پاکستان د پولې دې او پورې غاړې ته پرتو قبايلي وګړیو په دې اړه ژوره اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې نيمايي کورونه یې په افغانستان او نيمايي نور یې په پاکستان کې دي.

دغه راز د دوی په خبره؛ دا بنديز به د دوې کارو بار هم دواړو لوریو ته اغېزمن کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwqnz623nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته