د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۲۴ ډوله بېلابېل طبي بوټي د ۱۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو زیاته برخه طبي بوټي دي چې په امریکا، اروپا او اسیایي هېوادونو کې تود بازار لري.
ښاغلی رستمي زیاتوي، د تېر ۱۳۹۵ لمریز کال تر پایه ۷۸ زره ټنه طبي بوټي د ۱۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت بهر ته لېږل شوي وو.
په دغو طبي بوټو کې شیرین بویه، ینګ، زرشک او یو شمېر نور بوټي شامل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)