دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۷
د مطلب کود : 157336
عبدالله عبدالله: طالبان سولې ته چمتووالی نه‌لري

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وایي، وسله‌وال طالبان خبرو ته نه‌دي چمتو او د هغوی او نورو ترورېستي ډلو پر ملاتړو د نړیوالو فشارونه په افغانستان کې د حملو د زیاتوالي سبب شوي دي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې د ناروې له دفاع وزیر فرانک بک جنسن سره په کتنه کې وکړې.

عبدالله وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره د افغانستان حکومت د دې اټکل کړی و چې د دولت ضد وسله‌وال مخالفین په تېره بیا طالبان ښایي حملې زیاتې کړي.

طالبانو هم نن د امریکا د ولسمشر او د افغانستان د جمهوري ریاست د وروستیو څرګندونو په اړه چې ویلي یې نور له طالبانو سره د سولې خبرې امکان نه‌لري، په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې جګړې ته به دوام ورکړي.

د ناروې دفاع وزیر چې یو شمېر ځواکونه‌یې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په مأموریت کې خدمت کوي، له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcae0n6i49nme1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته