د افغانستان د ملي امنیت ریاست مشر معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو ویس احمد برمک په یوه بیړنی سفر پاکستان ته تللی دی.
په اسلام اباد کې د افغان حکومت سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال تائید کړه، چې د ملي امنیت رئیس او د کورنیو چارو وزیر نن اسلام اباد ته ورسېد.
ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه، ټاکل شوې چې نوموړی، ښاعلي ستانکزي او ښاغلي برمک د ولسمشر د ځانګړي بیړني پلاوي په توګه نن په اسلام آباد کې د پاکستان د لومړی وزیر او د دې هیواد د نظامي او استخباراتي مشرتابه سره د مهمو خبرو لپاره ناسته ولري.
په همدې حال کې راپورونه ښیي چې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس د وروستیو بریدونو په اړه هم ځینې شواهد او اسناد له ځان سره پاکستان ته وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په وروستیو کې په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایاتو کې خونړی بریدونه ترسره کړل.
افغان چارواکي وایي، په پاکستان کې میشت د حقاني شبکې غړو د وروستیو بریدونو ترشاه لاس لري.