دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 157439
د ننګرهار په هسکې مېنه کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کیږي

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې له وېرې د واکسین کولو چارې له خنډونو سره مخ وي.

د ننګرهار عامې روغتیاریاست ډېر ځله په دې نه دی توانېدلی، چې تر ګواښ لاندې سیمو کې له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته پولیو ضد واکسین ورسوي.

په هسکه مېنه کې د پولیو واکسیناتوران ادعا لري چې، دوی د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې هم آتیا په سلو کې د پولیو ضد واکسین تطبیق کړی.

سکندر چې د هسکې مېنې اوسېدونکی او د پولیو واکسین یو واکسیناتور دی وایي، د دویهیڅ سیمه د واکسین له پوښښ څخه نه دې پاتې شوې.

هغه وویل"بلکل واکسین کېږي، که چاته اشتباه ښکاره کېږي، څوک لېږلی هم شې. څوک چې وایي نه کېږي نو معلومات دې واخلي چې واکسین کېږي او که نه، دلته داعشیانو سره یوشمېر سپین ږیرو خبرې کړي او هغوی ستونزه نه جوړوي".

په هسکه مېنه کې د واکسین مشر دفترخان هم تائیدوي چې تر ګواښ لاندې ډېر شمېر سیموکې هم د دوی واکسیناتوران پولیو ضد واکسین تطبیق کوي.

هغه وایي دوی له بېلابېلو لاروهڅې کوي، چې ماشومانو ته پولیو ضد واکسین ورسوي.

"دلته سره میاشت هم پروګرام لري په هغو سیمو کې فعالیت لري، پټ ورځي او په پټه ټول ماشومان واکسینوي، البته په ښکاره خو دا کار نه شي کولی چې بکسه غاړې ته واچوي او واکسین وکړي، خو په پټه ټول ماشومان واکسینوي".

بل خوا د ننګرهارد عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا وایي، چې د هسکې مېنې په یوشمېرسیمو کې د پولیو واکسین پرمخ خنډونه شته او ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي نه رسېږي.

د دې ادارې مشر ډاکټر نجیب الله کاموال آشنا راډیو ته وویل، د قومي مخورو په سلامشورو او مرستو یې هڅې پیل کړي او تر ګواښ لاندې هغو سیموکې چې لاهم ماشومان نه واکسین نه رسیږي، له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته پولیو ضد واکسین ورسوي.

"په ده بالا ولسوالۍ کې موږ آته کلستره لرو چې په څلورو کې یې ستونزه شته،په دې څلورو کې هم بلخصوصو د پاپین او اغز ساحه چې ده هلته د کار لپاره مناسب فرصتونه نه دي مساعد، له سرې میاشتې سره د یو قرار داد له مخې موږ ۳۲ تنه ګمارلي وو چې واکسین تطبیق کړي خو بیاهم موږ چې ولیدل هلته ستونزې شته خو موږ یوه کمیټه له قومونو، ځوانانو او علماوو څخه جوړه کړه چې له کومې بلې ستراتیژۍ نه کار واخلو چې د اغز او پاپین سیمو ماشومانو ته واکسین ورسوو".

په ننګرهار کې هغه سیمې چې تر یوه بریده د دولت له کنټروله لرې دي، د پولیو واکسین پلي کول هم په کې خنډونو سره مخ دی.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د سرې میاشتې اداره تر ډېره په ناامنو سیمو کې د واکسینو په پلي کېدو کې مرستې کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexf8zojh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته