دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۳
د مطلب کود : 157440
په باميانو کې درې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د باميانو ولايت د ښاروالۍ په انګړ کې درې نوې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د باميانو ولايت ښاروال محمدامان ته وويل ؛ په دغو ودانيو کې د باميانو د ښاروالۍ ادارې ودانۍ، د مراجعينود خدمتونو مرکز او د غونډو سالون شامل دي چې د سولې او لوګو د پروګرامونو او د باميانو ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د څه د پاسه دوه ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونوکې په پاخه اومعياري ډول جوړې شوې چې ټول اړين ملحقات پکې شامل دي.
د دغو ودانيو د پرانستلو په وخت کې د باميانو والي او نورو مسوولانو ګډون درلود

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtu9qzak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته