دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 157445
پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده وغزوله

د پاکستان حکومت په هغه هیواد کې د افغان مهاجرو د اوسیدو موده دوه میاشتې وغزوله. خو دا د وړاندیز شوې مودې ډیره کمه بلل کیږي او دا اندیښنه یې پيدا کړې ده چې اسلام اباد د سلګونو زره افغان کډوالو جبري ویستلو ته چمتوالی نیسي.

دا مهال شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې د ګډوالۍ ژوند کوي. پاکستان د مهاجرو د کوربتوب له درکه په نړۍ کې دوهم هیواد دی.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د سرحدونو او ایالتي چارو وزارت وړاندیز وکړ چې افغان کډوال پنځه میاشتې پاتې کیدای شي، خو د هماغې ورځې ماښام ناوخته د پاکستان د حکومت کابینې دا وړاندیز رد کړ او د افغان مهاجرو لپاره یې د ٦٠ ورځو د پاتې کیدو موده وټاکله.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې پدې اړه سمدستي د تبصرې کولو ډډه کړې او وایي باید ددی پریکړې په اړه پوره جزییات ترلاسه کړي. خو دغه اداره پدې ټینگار کوي چې مهاجرین باید په داوطلبانه او تدریجي بڼه او په عزت سره خپل هیواد ته ستانه کړای شي.

په ٢٠١٦ کې ۴٠٠٠٠٠ زره افغان مهاجر د هغه کمپاین په نتیجه کې هیواد ته ستانه شول چې پاکستان پر مهاجرو باندې د فشار په خاطر پیل کړی و. په ٢٠١٧ کې شاوخوا ٦٠٠٠٠ زره افغان مهاجر هیواد ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې استازې فتیحه عبدالله وایي دې هیواد ته د زیات شمیر مهاجرو په ورتگ سره د افغان حکومت او د نړیوالو مرستندویه ټولنو ظرفیتونه له ازمون سره مخامخ کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbazb8srhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته