دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۸
د مطلب کود : 157446
د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پرانیستې لپاره چمتووالی روان دی

افغان حکومت وايي، د ټاپي پروژې د عملي پرانیستې لپاره یو شمېر تدابیر نیول شوي چې ډېر ژر به‌یې د افغانستان په خاوره کې عملي کارونه پیل شي.

جمهوري ریاست وايي، افغان حکومت د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت په دې اړه د امنیتي او فرهنګي بنسټونو، ښار جوړونې او فواید عامې وزارتونو او د یو شمېر نورو ادارو د استازو یو ګډ کمېسیون ته دنده سپارلې چې د دغې پروژې د عملي کار پرانیست غونډې ته چمتووالی ونیسي.
نوموړي زیاته کړه:"د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د پرانیستې لپاره یوه کمېټه چمتووالی نیسي، په دې پرورګرام کې د تیاریو لپاره کار کېږي، همدا شان د مېلمنو د رابللو امنیت، فرهنګي چارو او اطلاع ورکونې بېلابېلې کمېټې جوړې شوي، ان‌شاءالله ډېر ژر به د افغانستان په داخل کې عملي شي او زموږ ټولې هڅې دا دي چې پرانیستې ته‌یې یو ښه پروګرام ولرو."

ښاغلي مرتضوي په افغانستان کې د یادې پروژې د عملي کار د پیل دقیقه نېټه ونه‌ښوده، خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د روانې میاشتې په وروستیو کې به په هرات ولایت کې په دغې پروژه کې د برخه لرونکو هېوادونو د استازو په ګډون ستر مراسم جوړ شي چې ورسره به د یادې پروژې عملي کارونه هم پیل شي.

له دې وړاندې د روان لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه د ټاپي پروژې اجرائیه رئیس محمد میرات امانوف په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو میاشتو کې د دغې پروژې د ګازو د نل‌لیکې د غځولو کار په افغانستان کې پیل شي.

ښاغلي امانوف دا هم ویلي وو چې د یادې پروژې کار په ترکمنستان کې بشپړ شوی او نل‌لیکه د افغانستان تر هرات ولایت پورې رارسېدلې ده.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه پروژه ده چې له مخې یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي.

خو دا په ټوله کې د انرژۍ د لېږد پروژه ده.

دغه نل‌لیکه ۱۸۱۴ کېلو متره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کېلو متره‌یې د افغانستان په خاوره د هرات، فراه، نیمرزو، هلمند او کندهار ولایت له ځینو سیمو تېرېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د ملي اقتصاد د کمېسیون غړی محمد هاشم د ټاپي پروژې د کار د عملي پیل هرکلی کوي وايي، دا ستره اقتصادي پروژه د افغانستان تر څنګ ټولو برخه اخیستونکو هېوادونو ته خورا اقتصادي ګټې لري.
د ټاپي پروژې نقشه.
د ټاپي پروژې نقشه.

نوموړي زیاته کړه:

"هیله ده چې دا پروژه پر خپل وخت پلې شي. د دې پروژې په عملي کېدو کې چې د سیمې حکومتونو او خلکو کومې ژمنې کړي هیله ده عملي شي او دا د افغانستان او سیمې لپاره یوه بنسټیزه او اساسي پروژه ده."

د ګازو د لېږد دا پروژه دوه کاله مخکې د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هندي مشرانو له‌خوا پرانیستل شوه.

افغانستان به هر کال د دغې پروژې د ټرانزیت له درکه، شااوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر عاید تر لاسه کړي.

که څه هم ناامني د دغې پروژې پر وړاندې لویه ننګونه ګڼل کېږي، خو د افغانستان امنيتي ارګانونو ویلي چې خپل امنیتي پلان‌یې جوړ کړی او لازم امنیتي تدابیر لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0mqse2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته