دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 157488
غني: له پاکستاني لوري څخه د عملي اقداماتو غوښتونکي یو

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د طالبانو مرکز پاکستان دی او دا هېواد باید دوی ته د سپارل شویو لېستونو او معلوماتو سره سم قاطع تصمیم ونیسي.

ولسمشر اشرف غني نن د جمعې د لمانځه پر مهال په ارګ کې راټولو شویو خلکو ته وویل:

"موږ له پاکستاني لوري څخه د عملي اقداماتو غوښتونکي یو، خبرې او پروسې د کاعذونو پر مخ خبرې دي او افغان ولس په څرګنده د عمل غوښتونکی دی."

ولسمشر د وروستیو بریدونو وروسته د کابل په شمول په ځینو ولایتونو کې د مخالفو وسله والو پر ضد د عملیاتو یادونه وکړه او دا یې بریالي وبلل.

نوموړي وویل، امنیتي ادارې د یکشنبې په ورځ ورته د کابل د امنیت یو هر اړخېز پلان سپاري چې په عملي کېدو به یې په دې ښار کې امنیت بهتره شي.

افغان ولسمشر همدارنګه ټینګار وکړ چې د خلکو د امنیت په برخه کې واړه سیاستونه ځای نه لري او په دې برخه کې به جوړجاړی ونه کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivyazvt1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته